انصار:( د تله ۳۰مه) د افغانستان له لویو لارو د ترافیکي پېښو د زیاتیدو له خبرونو وروسته، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت ویلي چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر اجازه نه لري بارونه ولېږدوي.
د یاد شوي وزارت د اعلامیې له مخې، د مسافرانو د خوندیتوب او د ستندردونو د تطبیق لپاره د مسافر وړونکو بسونو چلوونکو ته امر شوی چې پر خپل چت د بارونو له وړلو ډډه وکړي.
د ترانسپورت وزارت همداراز ویلي دي چې په کابل ښار کې د کنټرول پرمهال یې له یوشمېر مسافروړونکو بسونو څخه اضافي او له ستندرد وتلې څوکۍ لیرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر ځله پر لویو لارو د سترو ترافیکي پېښو یو اصلي دلیل د موټرو اضافي بار او څوکۍ ګڼل کیږي.
یو شمېر خلکو د دغو پریکړو هرکلی کړی، خو موټر چلوونکو بیا ویلي چې طالبان باید د دوی ستونزې هم حل او له هغو مجبوریو یې خلاص کړي چې اضافي بار لېږدولو ته یې اړ باسي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27941